د ولایتونو له پوهنې ډګره لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۰:۴۸
12

ننګرهار

د معارف دوسته هېوادولو په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند دناور لومړني ښوونځي او ډاګي عالي لېسې لپاره مېزونه- څوکۍ او نور وسایل په ترتیب سره د۱۲۱۰۰ او ۱۰ زره افغانیو په ارزښت وپېرودل شول.

بامیان

د بامیان ولایت د مرکز او سیغان ولسوالۍ د مدارسو اړوندو شپږو بستونو کې د مدرسینو ګمارلو په موخه، له نوماندانو رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست، له پاکستان هېواد د تازه راستنو شویو ۳۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته.

سمنګان

د سمنګان ولایت په مرکزي مدارسو او شپږو ولسوالیو کې د ۳۴ خالي بستونو لپاره د ښوونکو ګمارلو په موخه، له ۱۱۴ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS