په فارياب ولايت کې یو باب ښوونځی تاسیس شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۵:۳۴
sgfsd

د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې « د بي بي عایشه صدیقه رضی الله عنها » لومړنی ښوونځی نوی تاسیس او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله او د همدې ولسوالۍ د پوهنې يو شمېر مسئولينو، علماوو او د سيمې چارواکو هم ګډون کړى وو.
په پيل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس په ټولنه کې د علم او پوهې پر اهمیت خبرې وکړې، په هېواد کې یې د ښوونیزو او روزنیزو آسانتیاوو رامنځته کول اړین وګڼل او په دې برخه کې د پوهنې وزارت له هلو ځلو څخه خلکو ته ډاډ ورکړ. 
په ورته مهال علماوو او د سیمې مشرانو په ټول هېواد او په ځانګړې توګه اندخوی ولسوالۍ کې، د ښوونیزو بنسټونو د پراختیا او پرمختګ په تړاو د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS