د اروزګان ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا او حفظ الصحې سیسټمونه فعال شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۹:۲۶
15

د اروزګان ولایت د پوهنې ریاست د هڅو په پایله کې د "واش" پروګرام له لارې، چې لګښت یې د یو همکار بنسټ له خوا ورکول کیږي، د وزیر اکبرخان، عایشه زایي په ښوونځیو او د یاد ولایت چورې ولسوالۍ اړوند په یو باب منځني ښوونځي کې د حفظ الصحې او پاکو اوبو سیسټمونه فعال شول.

د يادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې، د دغه ولايت د پوهنې رياست مشرتابه، د همکارو بنسټونو استازو، علماوو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د اروزګان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي شمس الله آخندزاده کامران، د پوهنې په برخه کې د ملاتړو ادارو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، د يادو ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل، تر څو د خپلو ښوونځيو د تاسیساتو پالنې او ترمیم ته جدي پاملرنه وکړي.

د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو په خپلو ښوونځيو کې د روغتيايي آسانتياوو پر برابرېدلو خوښې څرګنده او د پوهنې وزارت له هڅو يې ستاينه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS