په تخار ولایت کې د سواد زده کړې له کورسونو څخه امنیتي منسوبین فارغ شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۴۵
99

د تخار ولایت اړوند ۱۱۶ تنه امنیتي منسوبین د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د سواد زده کړې له کورسونو «لیک لوست زده کړې» له ۹ میاشتني کورس څخه فارغ شول.

د یادو امنیتي منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د ولایت مرستیال، د پوهنې، امر باالمعروف او نهي عن المنکر رئيسانو، امنیې قوماندان او د تخار ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.

په غونډه کې مسئولینو او علماوو د خپلو خبرو په ترڅ کې، د سواد زده کړه د ټولنې د وګړو لپاره خورا مهمه وبلله او په ياده برخه کې یې ځوانان وهڅول.

د تخار پوهنې رياست مشرتابه ژمنه وکړه، چې له مسئولينو سره به د امنیتي منسوبینو لپاره د سواد زده کړې په تړاو د لازياتو ښوونيزو چوپړونو وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS