په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۱۳
3214

د فارياب ولايت المار ولسوالۍ اړوند په سرچشمه غلبله کلي کې، د تيموري د هلکانو لومړني ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې او د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي، علماء کرامو او قومي مخورو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

د ښوونځي دغه ودانۍ چې ۱۳ درسي ټولګي، یوه دفتري خونه، یو لابراتوار، یوه ژوره څاه، د اوبو یوه زېرمه، ۱۰ تختې د لمریزې برېښنا ښيښې، ۲۴۷ سېټه مېزونه-- څوکۍ او نور اړین محلقات لري؛ د ۲۴ اعشاریه ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو همکار بنسټ په مالي مرسته جوړه شوې ده.

د فاریاب پوهنې رئيس الحاج مولوي سيد حفيظ الله معتصم بالله، د یاد مرسته کوونکي بنسټ څخه د مننې په ترڅ کې، د پوهنې پر اهميت او د هېواد بچيانو لپاره د علم او پوهې د زده کړو په برخه کې د آسانتيا په برابرېدلو خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، تر څو خپل ماشومان د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو په موخه یاد ښوونځي ته واستوي.

نوموړي د مسئولینو او زده کوونکو له لوري د ښوونځي د وسایلو پر ساتنې او پالنې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS