په دايکنډي ولايت کې یو باب دیني مدرسه تاسیس شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۸:۵۳
kjh

د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار کې «د شهید رهنما» دیني مدرسه د پوهنې ریاست د مسئولینو، دیني علماوو او د سیمې د خلکو په ګډون پرانیستل شوه.
د پوهنې رياست مشرتابه د يادې دیني مدرسې له جوړېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ يادونه وکړه، چې دغه مدرسه د پوهنې وزارت له لوري د سيمې د خلکو په غوښتنه تاسیس شوه.
د زده کوونکو د والدينو په استازیتوب یو تن د سیمې اوسېدونکي مولوي رحماني د ديني علومو د زده کړې لپاره د دغه ښوونیز بنسټ پرانيستل يو ښه او ارزښتناک قدم وباله او د پوهنې له وزارت څخه يې مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS