پکتیکاکې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د مامورینو په ښارګوتي کې دنجونو د نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د والي ډاکټر مجبیب الرحمن څمکني، پوهنې رییس محراب الدین شفق او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون کېښودل شوه.

د یاد ښوونځي ودانۍ ، چې۱۲ درسي ټولګي، ۶ تشنابونه، داحاطي دیوار او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري، د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې ددې ولایت د پوهنې ودې او پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي او هڅې یې دادي، چې د ښوونځي عمر هېڅ ماشوم بې زده کړو پاتې نشي. نوموړي دغه راز له ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره کار کوي.

ښاغلي شفق له یادو مشرانو وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
