د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د ګمارنې کمېټې غونډه د یاد وزارت د سرپرست په حضور کې جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۲:۵۶
145

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د ګمارنې کمېټې غونډه، د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت د معینانو، د یو شمېر مرکزي ادارو د رئیسانو او د ښوونکو د روزنې- مسلکي پراختیا او د بشري سرچینو د ریاستونو د یو شمېر مسئولینو او کارپوهانو په ګډون جوړه شوه.

یاده غونډه د الله پاک(جل جلا له) د سپېڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د غونډې د مسئولینو له لوري د ګمارنو راپور غونډې ته وړاندې شو، چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي ؤ:

د یاد وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته ټولټال ۴۱۴۸ خالي بستونه ځانګړي شوي وو او پر بنسټ یې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کمېټه وتوانېدله، چې په تېره یوه میاشت کې په ۲۶۵۳ ځانګړو شویو بستونو کې تکړه او با استعداده کسان د هغوی د تحصیلي کچې او د نمرو فیصدۍ ته په پاملرنې سره وګماري، چې په ترڅ کې یې۵۱۴ تنه د ښوونیزې څارنې د غړو په توګه، ۱۱۷ تنه د ښځینه وو څانګې د علمي غړو او په یاد تشکیلاتي جوړښت کې ۲۰۲۲ تنه د نارینه علمي غړو په توګه ټاکل شوي دي.

همدارنګه په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د ګمارنې کمېټې تر تاییدۍ وروسته، پاتې ۱۴۹۵ کسان د هغوی د تحصیلي کچې او کاري تجربې ته په کتو د دارالمعلمینونو د استادانو او د ښوونیزې څارنې د غړو په توګه وګمارل شي.

له همدې امله په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ولایتونو په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو د وړتیا لوړونې او ملاتړ په موخه دې د ښځینه ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ټېم جوړ شي.

په ورته مهال په یو شمېر اړوندو ولایتونو کې د دریمې ژبې د ښوونکو لپاره د اړتیا وړ خالي بستونو د ځانګړي کولو په اړه بحثونه ترسره او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

یاده کاري او مشورتي غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS