د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د کارکوونکو ورکشاپ پای ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۳:۱۹
12

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ چې د یاد ریاست د کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوی ؤ، د یاد ریاست د رئیس مولوي غلام ربي رباني په ویناء پای ته ورسېد.

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست مسئولین وایي، د یاد ورکشاپ له جوړېدو یې اساسي موخه، د ټکنالوژۍ او ډیټابیس په برخه کې د اړوندو کارکوونکو د مسلکي پوهې پیاوړتیا او د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول وو.

د څارنې او ارزونې رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د کارکوونکو د مسلکي پوهې او کاري وړتیاوو لوړول د ادارې له بنسټیزو عناصرو څخه وبلل.

ورپسې د یاد ورکشاپ ګډون والو د دا ډول روزنيزو غونډو جوړول خورا مهم وګڼل او د يادو ورکشاپونو د تنظيم په برخه کې يې د پوهنې وزارت د مشرتابه او په ځانګړې توګه د څارنې او ارزونې رياست له هڅو ستاینه وکړه او پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS