د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت له لورې نن د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د دیني مدارسو د ط.البانو څخه د خامسه او مافوق الثانویه درجو د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲۹
147

نن د هېواد په ۱۳ حوزو (کابل، زابل، کندهار، پکتیا، ننګرهار، بدخشان، کندز، بلخ، هرات، هلمند، ارزګان، نیمروز او غور) ولایتونو کې د ط.البانو د خامسه او مافوق الثانویه درجو د تثبيت آزموینه واخیستل شوه، چې له ټول هېواد څخه په کې د مدارسو ١٣٠٠٠ تنو ط.البانو ګډون کړی وو.
همدارنګه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت او د آزموینو ملي ادارې مسٸولينو د يادې آزموینې ګډون والو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو لپاره  اړوندو ولایتونو ته سفرونه وکړل او په آزموینه کې يې د نظم او روڼتيا په موخه د اړوندو ولايتونو د پوهنې رياستونو سره په همغږۍ له دغه پروسې څخه څارنه ترسره کړه.
دغه راز د پوهنې وزارت د یادې آزموینې د څار، د هر ډول فساد د مخنیوي او ښه ترسراوي په موخه، ټولو ګډون والو ته ډاډ ورکوي، چې حق به حقدار ته سپارل کېږي.
په پام کې ده، چې د يادې آزموینې هغو بریالیو نوماندانو ته چې د خامسه درجې آزموینه يې ورکړي وي، د دولسم ټولګي معادل او د مافوق ثانويه درجې لپاره د څوارلسم ټولګي معادل سندونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS