د پوهنې وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو ترمنځ «د لاښې همغږۍ او تجربو شریکولو» ورکشاپ پای ته ورسېد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۸:۵۶
145

د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معينيت له لوري د کابل په انټرکانټيننټال هوټل تالار کې د یاد وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو ترمنځ «د لاښې همغږۍ او تجربو شریکولو» درې ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

د یاد ورکشاپ په لړ کې د پوهنې وزارت د مرکزي رئیسانو او کارپوهانو له لوري د ولایتونو پوهنې مسئولینو لپاره پرېزنټېشنونه وړاندې او هغوی ته د ښوونیز کیفیت لاپیاوړتیاو په موخه یو لړ سپارښتنې وشوې.

همدارنګه د دغه ورکشاپ پرمهال د مرکز او ولایتونو پوهنې مسئولینو یو له بل سره خپلې تجربې شریکې او د اړوندو ولایتونو د ښوونیز وضعیت په تړاو یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا په خپلو خبرو کې دغه درې ورځنى ورکشاپ د ولايتي رٸيسانو ترمنځ د اتحاد او همغږۍ لپاره خورا مهم وباله٠ نوموړي ولايتي مسٸولينو ته د اړينو سپارښتنو سربېره، د پوهنې د کيفيت پر لوړوالي د ټينګار ترڅنګ، د هغوى د ستونزو د حل ژمنه وکړه٠

په ورته مهال ګډون والو خپلې اړوند پوښتنې له مسٸولينو سره شريکې او د تخنيکي کارپوهانو له لوري ورته لازم ځوابونه ورکړل شول٠

د ورکشاپ په پاى کې د دعاٸيې او د ا٠ا د رياست الوزراء د پيغام لوستلو ترڅنګ، پر ګډون والو تصديق پاڼې هم ووېشل شوې٠

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS