په کابل ښار کې د «سیرت ستوري» سیالیو ممتاز زده کوونکي وستایل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱
11

څه موده وړاندې د کابل ښار د ۱۶مې ښوونیزې ناحیې اړوند د ۴۲ بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو د ۳۶۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د«سیرت ستوري» تر نامه لاندې د حضرت محمد «صلي الله علیه وسلم» د سیرت سیالۍ ترسره شوې وې، چې نن یې پایلې اعلان او ممتاز زده کوونکي یې په ډالیو وویاړل شول.
د پايلو د اعلان په مراسمو کې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د ١٦مې ښوونیزې حوزې مسئولينو، يو شمېر علماوو، استادانو، د ښوونځيو د شوراګانو استازو او زده کوونکو هم برخه اخيستې وه.
په پيل کې د کابل ښار پوهنې رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یادو سیالیو په اړه یې د معلوماتو ترڅنګ، د دغو سیالیو موخه، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صلي الله علیه وسلم) له سیرت سره د زده کوونکو او ځوانانو آشنا کول وبلل.
ورپسې د يادې علمي سيالۍ پايلې په دې ډول اعلان شوې: 
د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې اړوند د همېشه بهار لېسې زده کوونکی نبي الله لومړى مقام، د خراسان لېسې څخه عبدالله او د همېشه بهار لېسې څخه زاهدالله په ترتیب سره دويم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل چې  د پوهنې رياست د مشرتابه له لوري په ستاینلیکونو وستایل شول.
په یادو سياليو کې د کابل ولايت پوهنې رياست د مسئولينو له لوري په هغو زده کوونکو چې تر ١٧م مقام پورې يې د قناعت وړ نمرې ترلاسه کړې وې، ډالۍ ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS