د پوهنې وزارت سرپرست کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د «نعمانیې نقشبندیې» له مدرسې لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د کندهار ولایت پوهنې ریاست له یو شمېر مسئولینو سره یو ځای د یاد ولایت «نعمانیې نقشبنديې» مدرسې څخه لیدنه وکړه او د دغه مدرسې له مسئول مفتي جان محمد، مدرسینو او طلابو سره یې له نیږدې وکتل.
د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي مدرسې ته د داخلېدو پر مهال د مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
همدارنګه نوموړي وويل: د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ يوازينۍ لار پوهنه ده او د پوهنې وزارت ژمن دى، تر څو د هیواد بچیانو لپاره د سالمې زده کړې په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
په یاده کتنه کې د مدرسې مسئول، يو شمير علماوو او د خلکو استازو د هېواد ماشومانو او ځوانانو د زده کړې په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هلو ځلو څخه قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه چې د پوهنې پرمختګ په برخه کې به له پوهنیزنظام سره هر راز همکاري وکړي.
