له ولایتونو د پوهنې کړنو انعکاس

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۵:۱
یب

پکتیکا

د پکتیکا والي الحاج مولوي فیض الله جمال حقاني او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت شکین ولسوالۍ ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د پوهنې له مسئولینو، دیني علماوو او مشرانو سره په لیدنه کې د دوی پر ستونزو خبرې وکړې.

بادغیس

د بادغیس ولایت مرستیال تر څارنې لاندې، د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان او یو شمېر نورو سیمه ییزو ادارو مسئولینو په ګډون د سواد زده کړې کمېټې غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د سواد زده کړې پر اهمیت او پراختیا ټینګار وشو.

لغمان

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د روغتیایي څانګې کارکوونکو، په لغمان ولایت کې د څارنې کار کوونکو او یو شمېر ښوونکو لپاره د کولمو چنجیو په اړه یو ورځنی سیمینار جوړ کړ او له ګډون والو یې وغوښتل، تر څو یاد روغتیایي لارښوونې له زده کوونکو او د هغوی والدینو سره شریکې کړي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې رياست له ۲۵۱ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ډله ییزه آزموینه واخیسته، تر څو وړ کسان د یاد ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې شامل شي.

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست په کلني ډول د یاد ریاست یو شمېر کارکوونکي ارزولي او هر کوونکی په پوره روڼتیا سره د دوی د وړتیا له مخې و ارزول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS