د پکتيکا ولايت په يوه لیرې پرته سیمه کې یو باب ديني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۴:۳۸
لب

د پکتیکا ولایت شیخیل آباد ولسوالۍ سلیمان خېلو په کلي کې د «شمس المدارس صدیقیه» دیني مدرسه پرانیستل شوه.

یاده مدرسه د سيمې د خلکو په مرسته څلور جرېبه ځمکه کې د سل زره افغانيو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ديني مدرسې د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې پر ځايي مسئولینو سربېره يو شمېر علماوو، مشرانو او د پوهنې مينه والو هم برخه اخيستې وه.

د يادې ولسوالۍ پوهنې آمر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هېواد له پوهنې بهير څخه د ملاتړ له امله د يادې سيمې له خلکو څخه د مننې په ترڅ کې، د علومو د زده کړې په فضيلت خبرې وکړې او خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې د ښوونیزو خدمتونو د پراختيا په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

ورپسې څو تنو ګډون والو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې، د پوهنې وزارت او د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له پروګرامونو او پلانونو یې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.

یاد مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS