له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۱:۱۷
123

سمنګان
د سمنګانو ولايت پوهنې رياست مشرتابه د قرآن عظيم الشان د ختم په مراسمو کې، د هرات ولايت د وروستۍ زلزلې د شهيدانو روح ته دعاء وکړه او د یادې پېښې له ژوندي پاتې شویو کسانو او ټپيانو سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د یادو مراسمو په پای کې هر یو د خپل مالي توان له مخې نقدې پیسې د زیانمنو کورنیو حساب ته وسپارې.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د جلال آباد ښار د ابوبکر صدیق (رضي الله عنه) هلکانو لېسې اداري او تدریسي چارې وڅارلې، ښوونکو او زده کوونکو ته یې د خپلو مسئولیتونو په اړه معلومات ورکړل.

همدارنګه:
د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس د یاد ولایت د عزیزي بانک له مسئولینو سره په یوه کاري ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې د ښوونکو او پوهنې پرسونل د معاشونو د وېش په برخه کې شته ستونزې هوارې، د اړتیا وړ آسانتیاوې برابرې، هغه خنډونه چې د معاشونو په وېش کې د ځنډ لامل کیږي له منځه یوسي.

لغمان
د لغمان ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره مل پلاوي، د یاد ولايت مرکز اړوند د خالد بن وليد (رضي الله عنه) له ديني مدرسې څخه ليدنه وکړه او د  یادې مدرسې د نظم او دسپلين د ستاینې تر څنګ یې، په ممتازو زده کوونکو درسي مواد هم ووېشل.

بغلان
د بغلان ولايت پوهنې رئیس مولوي محمد نورعزيزي د مرکز اړوند ښوونځيو له مسئولينو سره د قرآن عظيم الشان ختم په مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د هرات ولايت د شهيدانو روح ته دعاء او ټپيانو ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
 نوموړي له ښوونکو او زده کوونکو څخه وغوښتل، تر څو د خپلو مالي امکاناتو له مخې د پېښې د شهيدانو او ټپيانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS