د مرکز او ولایتونو  له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۲:۸
123

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست رهبري پلاوي د یاد ولایت د ښار جوړونې ریاست له مسئولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه او د غصب شویو ملکیتونو او پوهنې ریاست ته یې د بېرته راګرځولو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول.

ننګرهار

په ننګرهار ولايت کې دوو مرستندويه بنسټونو د یاد ولايت د سيمه ييزو ښوونځيو او ټولګيو زده کوونکو لپاره د ښوونيزو توکو او فرشونو مرسته وکړه.
د ننګرهار پوهنې ریاست له دواړو خیریه بنسټونو مننه او قدرداني وکړه.

همدارنګه:

د ننګرهار پوهنې ریاست د ۱۲ خالي اداري بستونو د ډکولو په موخه، له ۲۲۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

کابل

په تېرو څو ورځو کې د کابل ولایت پوهنې ریاست، د یاد ولایت په شکردره، فرزه او استالف ولسوالیو کې د پوهنې ریاست شاوخوا ۵۴ کارکوونکي ارزولي دي.

لوګر

د کرېکټ هغه سیالۍ چې څه موده مخکې د لوګر ولايت د دولتي او خصوصي ښوونځيو  د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ۱۴۴ لوبغاړو په ګډون سره پيل شوې وې؛ د يوه خصوصي ښوونځي د لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS