د هلمند ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د بشري سرچينو او اداري پراختيا له لوی ریاست مسئولينو سره وکتل.
د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري مرکز ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د بشري سرچينو او اداري پراختيا لوی رئيس مفتي محمد يوسف ثاقب او د پوهنې وزارت د تشکیلاتو له رئيس مفتي عبدالحليم حليمي سره په کتنه کې د هلمند ولايت پوهنې ریاست د نوي تشکیل د پلي کولو په تړاو تفصيلي خبرې وکړې.
په ياده کتنه کې د هلمند ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د بشري سرچينو او اداري پراختیا لوی ریاست مسئولينو ته د دغه ریاست د نوي اداري جوړښت د تطبیق، پرمختګونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي د يادو ستونزو د حل په موخه، د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بل پلو د پوهنې وزارت د بشري سرچينو او اداري پراختيا لوی رئیس د هلمند ولایت پوهنې ریاست فعالیتونه ښه و ارزول او ژمنه یې وکړه چې د ياد ریاست د شته ننګونو په حل کې به همکاري کوي.
