د پوهنې وزارت پر درۍ کلن پراختیایي پلان باندې د یوې غونډې په ترڅ کې بحث وشو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۰:۵۳
SADFG

هغه غونډه چې د پوهنې وزرات د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده او رئیسانو سربېره د پوهنې وزارت د پلان جوړونې رئیس او کارپوهانو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت د درۍ کلن پراختیایي پلان د شرایطو او محتوا په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. 
یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پلان رئیس د یاد پلان د جوړښت په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل.
دغه راز د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین هم د یادې موضوع په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه، چې دپوهنې وزارت په ګډون د ټولو څانګو لپاره د پلان ترتيب او چمتو کول يوه ضروري او مشخصه موضوع ده، چې په ټاکلي وخت کې باید د هغه پلي کول وڅارل شي.
ورپسې د غونډې ګډون والو د یاد پلان په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS