په ننګرهار ولایت کې د یوه ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه ورکړل وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۱:۱۹
gfh

ط د پوهنې په برخه کې د مالي او معنوي ملاتړ په دوام دا ځل، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ  معارف دوستو خلکو، خپله نیم جریب ځمکه د دې ولسوالۍ د مامند خروي لومړني ښوونځي ودانۍ لپاره ځانګړې کړه.

 د دغه ولايت د پوهنې مسؤلينو په وينا، ياد ښوونځي له څو کلونو راهيسې ودانۍ نه لرله او زده کوونکو يې تر شنه آسمان لاندې زده کړې کولې.
 د ياد ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د اچين ولسوالۍ د خلکو له همکارۍ څخه ستاينه او قدرداني وکړه او د دغه رياست د انجنيرانو ټېم ته يې لارښوونه وکړه، چې د اداري اصولو له مخې د ودانۍ د جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.
 نوموړي له نورو شتمنو شخصيتونو او سرمايه دارانو وغوښتل، چې د هېواد له ښوونيز نظام او په ځانګړې توګه د دغه ولايت د پوهنې رياست د برنامو او پلانونو د تطبيق په برخه کې مادي او معنوي مرستې وکړي، ترڅو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک حديث له مخې په [ صدقه جاريه] کې شامل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS