ه مرکز او ولایتونو د پوهنې ریاستونو څو فعالیتونو ته کتنه
ارزګان
د اروزګان ولايت د پوهنې رياست له لسګونو وړ کسانو څخه د ازادې سيالۍ پروسه پيل کړه.
هغه کسان چې د ازموينې معيارونه پوره کړي ، د آمر، مدېر، ښوونکي او کارکوونکي په توګه به وګمارل شي.
د پوهنې رئیس د پروسې د روڼتیا په ترڅ کې له ګډونوالو وغوښتل ، چې تقوا او اخلاص ولري او يادو بستونو ته د لار موندلو په صورت کې خپلې دندې په اغېزمنه توګه ترسره کړي.
پنجشیر
دپنجشېر ولايت دپوهنې رئيس مولانا غلام ايشان حماس، دپوهنې وزارت د منځنيو(ثانوي) مدارسو او دارالحفاظونو له لوی رئيس مولوي عبدالرزاق صديق سره وکتل.
دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس دڅرګندونو له مخې: په دې کتنه کې د پوهنې په ستونزو د خبرو تر څنګ په دغه ولايت کې د نويو مدارسو او يتيم خانو دجوړولو په باب هراړخيزې تفصيلي خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول .
نيمروز
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل احمد حقاني د دغه رياست په زېرمو کې د يونيسف ادارې د مرستو له شتون څخه څارنه وکړه .
نوموړي د نيمروز ولايت په ټولو ښوونځيو کې د يادو مرستو پر عادلانه وېش ټينګار وکړ.
کابل
د کابل ښار د پوهنې ریاست مشرتابه، په هغه غونډه کې چې د آمرانو، مدېرانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، د دغې ادارې د نوې طرحې په اړه چې په دې وروستیو کې د ا.ا.ا د مشرتابه له خوا تصویب شوې، خبرې وکړې او د هغې د تطبیق په اړه یې د غونډې له ګډونوالو سره خبرې او نظرونه تبادله کړل.
بلخ
د بلخ ولایت د چاهي ولسوالۍ د پوهنې او څارنې چارو آمرانو په ښوونځیو او مدارسو کې د اداري او تدریسي مسایلو په اړه د بحث په ترڅ کې، د دیني مدارسو د نویو بستونو سهم چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت له لوري ځانګړی شوی ؤ ، اړوندو مدارسو ته تقسيم کړ.
