د پوهنې وزارت د نوي تشکیل د تطبیق په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه.

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۵:۱۸
dfgh

 د دندو د لاسوهنې د مخنيوي ، د تشکيلاتي جوړښت د سمون او د پوهنې وزارت دندو په برخه کې اړوندو څانګو د يووالي په موخه، د دغه وزارت د مرکزي او ولايتي څانګو اداري جوړښت، چې د کارپوهانو له هر اړخيزې کتنې وروسته يې ديني مدارسو لپاره  یو لک نوي بستونه ترتیب او وروسته يې د افغانستان.ا.ا عالي مقام رهبرۍ  ته وړاندې کړي وو،  اوس یاد پلان له تصویب وروسته د تطبیق لپاره دغه وزارت ته را استول شوی دی.
  په همدې موخه د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري چارو معين مولوي صبغت الله وصيل په مشرۍ د ياد پلان د تطبيق په موخه مشورتي غونډه  چې د دغه وزارت مسوولينو ،رئيسانو او کارپوهانو  پکې ګډون کړى و جوړه شوه. 
په پیل کې د سرچينو او ادارې معين د نوي تشکیل د ګټو په اړه خبرې وکړې، د هغې د سم تطبیق  او لارو چارو په اړه یې د غونډې له رئیسانو او غړو سره مشورې او نظرونه تبادله کړل.
  هغه ټینګار وکړ، چې باید هڅه وشي، څو د پوهنې وزارت او ریاستونو کارکوونکي د دغه پروګرام د تطبیق په بهیر کې خپل مسؤلیتونه له لاسه ورنه کړي.
  په پاى کې دغونډې ګډون والو د نوي تشکيل د عملي کولو په لاره کې د شته ننګونو په اړه خپل نظرونه د وزارت له مشرتابه سره شريک کړل.
  وروسته پرېکړه وشوه چې د نوي تشکيل د تطبيق پروګرام دې، د ولايتونو د پوهنې له رياستونو څخه پيل او د پوهنې وزارت په مرکزي هسته کې پای ته ورسول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS