له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۹:۲۱
1234

هرات

د هرات ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالله اميني د رباط سنګي کشک د پوهنې امریت، علمیه فاروقيه مدرسې، رباط سنګي د هلکانو ښوونځي او نورانيه خصوصي ښوونځي له اداري او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه. 

نیمروز 

د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني د  زرنج ښار د تعلیم القرآن مدرسې له بېلابېلو برخو څخه څارنه وکړه او استادان یې وهڅول چې د هېواد د ځوان نسل او زده کوونکو په روزنه کې اخلاص وکړي.
په یاده لیدنه کې د مدرسې ستونزې د پوهنې ریاست له لورې  یاداشت او د یادو ستونزو د حل ژمنه  وکړه.

ننګرهار

 ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د ۲۴ ښوونځيو د ۱۶۲۴ تنو زده کوونکو د فراغت په مناسبت غونډه ترسره شوه په یاده غونډه کې  د پوهنې رئيس او ګڼ شمېر مسوولينو، علماوو، ښوونکو، زده کوونکو او د فارغینو د کورنيو  ګډون درلود.
د پوهنې رئیس  فارغینو ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه چې: زده کړه یو الهي امر دی او پر زده کړو کولو  یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې ممتاز زده کوونکي  یې د لب ټاپ کمپیوټرونو، موبایلونو او ستاینلکونو په ورکولو سره وستایل.

پروان 

د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د خصوصي ښوونځیو او کورسونو له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه او له هغوي وغوښتل چې خپل ښوونیز فعالیتونه  له قانون او د پوهنې له طرزالعمل سره  سم برابر کړي. له ټولو  ښوونیزو خصوصي ادارو څخه یې غوښتنه وکړه چې  له جواز پرته  فعالیت ونه کړي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS