د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د څېړنیزو همکاریو په موخه غونډه ترسره شوه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۷
۱۲۳

د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارتونو د څېړنې او تألیف او ترجمې ریاستونو تر منځ د څېړنیزو، ښوونې او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه. 
په غونډه کې د پوهنې وزارت د څېړنو ریاست رئیس ښاغلي ډاکټر محمد عمر دورانزی او د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ترجمې رئیس ښاغلي ډاکټر حمید الله مزمل ګډون کړی وو په پیل کې ښاغلي دورانزي د موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک چمتو کولو ته اړینه اړتیا لیدل کېږي، ترڅو د دواړو لوریو همکاریو ته پابند پاتې شو او هوکړه لیک لاسلیک کړل شي.
وروسته ښاغلي ډاکتر حمید الله مزمل د ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس د جوړولو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت د یاد کنفرانس د جوړولو په هکله پوره چمتو والی لري او د پوهنې وزارت دې هم په دې اړوند خپلې پوښتنې او نظریات له دې وزارت سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې یادونه وشوه که چېرې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه خپلو ګډو او شریکو موخو ته پاملرنه وکړي نو شته ستونزې به هوارې او په هېواد کې به یو ښه او پرمختللی پوهنیز نظام رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د ښوونې او روزنې معینیت  لخوا د کابل ښار په استقلال عالي لېسه کې د څارنې او ارزونې بهیر ترسره شو

د ښوونیز کال له پیل سره سم، د افغانستان اسلامي ا/مارت د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت له لوري د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د اداري او تدریسي چارو د سمون، لارښوونو او لاښه‌والي په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د لغمان ولایت په ۳۰ بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو

د لغمان ولایت د مهترلام ښار او څلورو ولسوالیو په ۳۰ بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او فعال شول، چې د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال ګټې اخیستنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لوګر ولایت ښوونځیو ته د اداري او درسي وسایلو وېش پیل شو

د لوګر ولایت په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د ۹ قلمه اداري او درسي وسایلو وېش د پوهنې وزارت په همکارۍ د یو مرستندوی بنسټ له لوري پیل شو، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.. . .

BACK TO NEWS