د لغمان ولایت په ۳۰ بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۳۱
زذ

د لغمان ولایت د مهترلام ښار او څلورو ولسوالیو په ۳۰ بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او فعال شول، چې د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه‌جهان ساجد، له همکارو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې دغه شبکې هره یوه د لس کیلوواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او د یو همکار بنسټ له لوري د یو میلیون ډالرو په لګښت په یو شمېر ښوونځیو کې نصب او فعال شوې دي
. د نوموړي په وینا، له دې جملې ۴ بابه ښوونځي په مهترلام ښار کې، ۶ بابه ښوونځي په قرغه‌يي ولسوالۍ کې، ۶ بابه ښوونځي په الینګار، ۹ بابه ښوونځي په الیشنګ او ۵ بابه نور ښوونځي د لغمان ولایت په دولت‌شاه ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د قرغه‌يي ولسوالۍ په ګل‌پاچا الفت او مشه‌خېل لېسو کې د سیمې د خلکو په ملاتړ د برېښنا شبکې نصب شوې وې، چې د پوهني ریاست رهبرۍ د خلکو له همکاریو څخه د ډالیو او ستاینلیکونو په ورکولو مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست سره د ۲۱ خېمو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره  د ۲۱ خېمو مرسته وشوه.
یادې خېمې به هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي ټولګیو له کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۳
Background image

په بدخشان کې یوې دیني مدرسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند «سرور کائنات» صلی‌الله‌علیه‌وسلم دیني مدرسې زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS