له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
هرات
د هرات ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي د ښوونکو او زده کوونکو په حضور کې د ماشومانو لپاره د پوهنې د ازرښت په اړه غونډه جوړه شوه.
د هرات د پوهنې رئيس مولانا عبدالله اميني د خپلو خبرو په ترڅ کې له ښوونکو وغوښتل، چې د زده کړو په جریان کې د زده کوونکو ملي او اسلامي روحيې ته اساسي پاملرنه وکړي.
لغمان
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري غونډه د دې ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې د آمرینو تر مشري لاندې د ښوونځیو د آمرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ښوونځیو د ښونیزو، اداري او تدریسي چارو د لا ښه والي په اړه لازمې پرېکړې ونیول شوې.
همدارنګه په لغمان ولایت کې د بشري حقونو د څار مؤسسې سیمه ییز دفتر په ۵۰۰ تنو یتیمانو او اړمنو زده کوونکو خوراکي توکي، جامې او نغدې پیسې ووېشلې.
د پوهنې ریاست مشرتابه د یادې مؤسسې له دوامدارو مرستو حخه مننه وکړه او له نورو مستحقو زده کوونکو سره یې د یادو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
کابل
د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسئولینو د اړوندو ښوونځيو له آمرینو او مدیرانو سره د ناستې په ترڅ کې د تودو سیمو د ښوونځيو د نتایجو او شهادتنامو، قرطاسیه او احصایوي فورمونو د ډکولو په اړه خبرې وکړې.
