د پوهنې وزارت مشرتابه او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۱:۲۱
۱۲

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو په کندهار ولایت کې له عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله آخندزاده حفظه الله سره وکتل.

د یادې ناستې موخه د هېواد په کچه د پوهنې وزارت او په ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه مشرتابه ته د راپورونو وړاندې کول وو.
 په دې کتنه کې د ولایتونو د پوهنې رئیسانو هر یو په خپل وار سره د پوهنې په برخه کې د خپلو ولایتونو اصلاحي طرحې، لاسته راوړنې،  پرمختګونه او د پوهنې په برخه کې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه شریک کړل.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې ټولو ګډونوالو یو ځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره بیعت وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS