په مزارشريف ښار کې د ثالث عمر جامعة العلوم مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د هېواد ځوانانو ته د سالمې ښوونې او روزنې او هغوی ته د ملي، اسلامي روحیې د ورکولو او همدارنګه ټولنې ته د روزل شویو کادرونو د وړاندې کولو په موخه د مزارشريف په ښار کې د ثالث عمر جامعة العلوم مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ولايت د مقام او پوهنې رياست د مشرتابه، د نظامي او ملکي ادارو د استازو، علماوو، د مدارسو د ښوونکو، ط.الب العلمانو او ولسي مشرانو په حضور کې پيل شوې.
د مراسمو په پیل کې د بلخ ولایت د پوهنې رئیس عبدالجلیل شهیدخېل مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او له ټولو خلکو یې وغوښتل ترڅو خپل ماشومان مدارسو ته واستوي.
ورپسې د بلخ ولايت مرستيال د يادې دیني مدرسې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه، د دیني او عصري علومو پر ارزښت یې تفصیلي وینا وکړه. د دیني علومو زده کړه یې په دنیا او اخرت کې د انسان د نېکمرغي یوه غوره وسیله وګڼله او د پوهنې مسؤلینو ته یې وعده ورکړه، چې د پوهنې په برخه کې به له دوی سره تر خپله وسه مرسته کوي.
د غونډې په جریان کې نورو ویناوالو هم د دې سترې مدرسې په جوړېدلو خوښي څرګنده او ټولو په خپل وار په دې برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د يادې مدرسې د مهتمم مولوي جمال الدين وهاج په وينا: په پام کې ده چې یاده مدرسه په يو نيم جريبه ځمکه کې په اساسي ډول جوړه او په يو وخت کې به د زرو زده کوونکو ظرفيت ولري.
