د ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
لغمان
د هېواد د یو شمېر ولایتونو د پوهنې له رئیسانو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه له ناستې او هغوی ته د لارښوونې له ورکولو وروسته، د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد تر خپل کنترول لاندې د ولایت له آمرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه. د وزارت د مشرتابه پیغامونه او لارښوونې یې ورسره شریک کړې او له دوی څخه یې د یادو لارښوونو او سپارښتنو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
په یو بل خبر کې راځي
د قرغيو ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالرزاق سيار په دغه ولايت کې د يونيسف د ولايتي دفتر او د ابرار مؤسسې له استازو سره وکتل او د دغه ولايت د مهمو ښوونیزو فعاليتونو په باب يې خبرې وکړې او هوکړې ته ورسېدل.
غزني
د یونیسف، سویډن او OCCD مؤسسو استازو د غزني ولایت د پوهنې له رئیس مولوي میر نصیر احمد حسیني سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د خپلو ښوونیزو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او دغه راز یې له مرکز څخه ولسوالیو ته د درسي کتابونو او قرطاسیو د انتقال په اړه هم خبرې وکړې.
کاپیسا
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د ازادې سیالۍ له لارې له ۶۳۳ تنو نوماندانو څخه چې ۲۷۵ تنه یې ښځینه وې، له ښوونکو څخه د قرادادي بستونو ازموینه واخیسته.
په پام کې ده، چې د ياد شوي ولايت په مرکز او ولسواليو کې د يادې ادارې په ملاتړ د سيمه ييزو او چټکو زده کړو په ټولګيو کې ٣٠٠ تنه چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د ښوونکو په توګه به وګمارل شي.
نیمروز
د نيمروز ولايت د پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د دغه ولايت د شهيد ګل محمد او فرخي لېسو د کلنۍ ازموينې څخه ليدنه وکړه او د پروسې پر روڼتيا یې ټينګار وکړ
