له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۹:۴۷
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

نورستان

د نورستان ولایت پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ له ولسوال مولوي عبیدالله طوفان سره وکتل، او په دې ولسوالۍ کې یې د نورستان د پوهنې ریاست د دندو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه ورسره خبرې وکړې او په یادو برخو کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.
د دواب ولسوال په خپلو خبرو کې د يادې ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې د لازمو مرستو په ترسره کولو ټينګار وکړ.

کابل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتون د ریاست په مرسته د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د اوریاخېل لېسې کتابتون د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو.
د يادې لېسې اداره وايي:  دغه کتابتون ۲۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه لري او په پرانيستل کېدو سره يې زده کوونکو او مينه والو ته د مطالعې زمينه برابره شوې ده.
د پغمان ولسوال الحاج حمدالله خالد حیدر پر ځوانانو غږ وکړ، چې د زده کړې او مطالعې له لارې خپل راتلونکی روښانه او همدارنګه ولس او هېواد ته خدمت وکړي.

غزني

د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د نورالعلوم له مدرسې څخه د ۱۰ تنو او د مقر ولسوالۍ د روضې له مدرسې څخه د ۱۵ نورو زده کوونکو د فراغت په مناسبت د پوهنې د مسوولینو، دیني عالمانو، د زده کوونکو د والدینو او ولسونو په ګډون شانداره مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې ویناوالو د علم په ارزښت او په ټولنه کې د حافظانو د مقام په باب ویناوې وکړې.

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د پوهنې آمریت کاري غونډه د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویلوونکو د رئیس أستاد وحیدالله هاشمي په حضور کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ښوونځیو د بیارغونې، د ښوونکو او درسي کتابونو د کمښت، د څښاک او پاکو اوبو د نشتوالي او یو شمېر نورو ستونزو په باب خبرې وشوې.
ښاغلي هاشمي ټولې ستونزې یاداښت کړې او د حل په پار یې ژمنه وکړه.

لغمان

د دولت شاه ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د خپلو اړوندو ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې له هغوی وغوښتل چې خپلې ټولې چارې د پوهنې وزارت د اصولو او مقرراتو په رڼا کې ترسره کړي، د ښوونې او روزنې د کیفیت په برخه کې جدي کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۷
Background image

رسنیزبلنلیک

په پلان کې ده، چې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال او والیبال خزاني سیالۍ، د پوهنې وزارت د بدني روزنې مسئولینو په حضور کې پیل شي.

وخت: ۱۴۴۷/۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۸
Background image

په هرات ولایت کې له ۸۰ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست د روان لمریز کال په شپږم دور ازموینه کې، له ۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS