له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

پنجشیر

د پنجشير پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس او ورسره پلاوي په بازارک ولسوالۍ کې د مسعود شهيد ديني مدرسې اداري ستونزې يې وڅېړلې او د دې ولسوالۍ د پوهنې آمریت له کارکوونکو يې وغوښتل چې خپلې ښوونیزې چارې د پوهنې وزارت له قوانینو سره سم ترسره کړي .
د پنجشېر پوهنې رئيس د يادې شوې مدرسې د زده کوونکو ستاینه وکړه او هغوی یې زده کړو ته وهڅول.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د پوهنې او د تعلیمي څارنې له مسوولینو سره یو ځای د خواجه ارچغ او سه توت له ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د يادو ښوونځيو له مديرانو او ښوونکو څخه وغوښتل، چې د نوي نسل د سالمې روزنې په برخه کې له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي.
 نوموړي پر زده کوونکو د ښوونیزو توکو د وېش پر مهال هغوی د علم  زده کړي ته وهڅول.

غزني

 د مالستان ولسوالۍ د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو ته د يونيسف د سيمه ييز دفتر په مرسته د ښوونیزو بستو د وېش لړۍ پيل شوه.

نیمروز

د نيمروز پوهنې رياست د کارکوونکو د ارزونې بهير د دغه ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل احمد حقاني تر څارنې لاندې پيل شو.
د نيمروز پوهنې رئيس د مامورينو په تجربو د ټينګار تر څنګ زياته کړه: د ارزونې بهير به دوه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به يې پنځوس تنه کارکوونکي و ارزول شي.

ارزګان

د ارزګان پوهنې ریاست سره په همغږۍ NRC موسسې د دغه ولایت د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته روغتیایي او ښوونیزې بستې ووېشلې.
د اروزګان د پوهني رياست مشرتابه د يادو توکو له وېش څخه خوښي څرګنده کړه او د دا ډول مرستو پر دوام يې ټينګار وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS