د کابل ښار د پوهنې ریاست نوی رئیس معرفي شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
د کابل ښار د پوهنې ریاست نوی رئیس معرفي شو

 د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا‌ء‌ د محترم مقام د منظوري پر اساس، مولوي عبدالباسط حقاني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین د معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري د کابل ښار د پوهنې د رئیس په توګه رسما معرفي شو.
 په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین د مخکني رئیس مولوي احسان الله خطاب خدمتونه وستایل او نوي رئیس ته يې په ورسپارل شوي مسوولیت کې د توفیق غوښتنه وکړه.
 د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالباسط حقاني تر دې وړاندې د کابل ښار د شپږمې تعلیمي حوزې د آمر په توګه دنده سرته رسوله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS