د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
125

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د څښاک پاکو اوبو څاګان، اړین ملحقات او احاطوي دېوالونه شامل دي او ۴۰ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ګټې اخیستنې ته وسپارې.
یاد مراسم د بلخ ولایت نهرشاهی ولسوالۍ اړوند د فردوسي محلي ښوونځي په انګړ کې د پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو، یو شمېر ملکی او نظامي چارواکو او د سیمې د علما‌ءکرامو په حضور کې جوړ شول.
په دې غونډه کې د پوهنې محترم وزیر د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په اړه تفصیلي وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې علماءکرام او استادان دنده لري ترڅو د دینی علومو تر څنګ عصري علوم هم زده‌کوونکو ته ور وښيي.
د بلخ ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د پوهنې محترم وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د علم او پوهې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل: د پوهنې کارکوونکي مسئولیت لري ترڅو د ټولنې تعلیمي ودې لپاره هڅې وکړي، ځکه ټولنه هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې استادان تقوا او زده‌کوونکي اخلاص خپل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شویو پروژو له جملې څخه ۱۱ یې د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې "د افغانانو پوهنې ملاتړ بنسټ" له لوري د ۳۰ مېلیونه افغانیو په لګښت تمویل شوې او پاتې ۱۹ پروژې د پوهنې له بودیجې څخه په ۱۰ مېلیونه افغانیو پلې شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS