له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۲۲
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

کندهار

د کندهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي: د پوهنې رئيس د دې ولايت د مرکز او ولسواليو د پوهنې له آمرینو او ديني عالمانو سره د جلا جلا ناستو په ترڅ کې د مدارسو د نوي تعليمي نصاب، چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت لخوا چمتو شوي، د پلي کېدو په باب مشورې وکړې.
د مسوولینو په وينا: د كندهار ديني عالمانو د نوي نصاب په باب تر بحث او بيا كتنې وروسته هغه تصويب كړه او د پلي كولو لپاره يې ځانونه ژمن وګڼل.

لغمان

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي شاه جهان ساجد د بغلان ولایت د حکمونو او فرامینو د تطبیق د څارنې ریاست د کمېټې له استازي سره وکتل. او د پوهنې ریاست د فرامینو او احکامو د عملی کېدو په برخه یې ورسره خبرې وکړې.

پکتیا

د پکتيا ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي: د دې رياست د تعلیمي څارنې کارکوونکي په ښاري حوزه کې د بالا ده له ښوونځي، په احمدآبا ولسوالۍ کې د محمد رحیم له لومړني ښوونځي، په زرمت ولسوالۍ کې د حبيب الله زرمتي له لېسې او په ځدراڼ ولسوالۍ کې د شهید کلي له دارالحفاظ څخه او په احمدخېلو ولسوالۍ کې له حسن خېلو او هزار درخت له ښوونځیو څخه  څارنه وکړه. او همدا شان د ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه یې د یادو ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره خبرې او مشورې وکړې.

پکتیا

د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د پوهنې آمریت د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه او د ښوونیزو او اداري ستونزو په باب یې د بحث ترڅنګ د ښوونځیو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

کاپیسا

د کاپيسا د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر استاد خان آغا هارون د محمود راقي هلکانو لېسې له اداري او تدريسي چارو څخه ليدنه وکړه او زده کوونکي یې زده کړو ته وهڅول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۸
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي چاپېریال ښه والي او زده‌کوونکو ته د درسي وسایلو برابرولو په موخه ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او د شپاړسمې حوزې اړوند د نازو عالي لېسې زده‌کوونکو ته یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

په کندهار ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو پرانیسته وشوه

د کندهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالرو په ټولیز لګښت جوړې او د یاد ولایت پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست چارواکو د پوهنې وزارت له مسئولینو سره وکتل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، یو شمېر مسئولینو، تخنیکي ټیم او همدارنګه د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده‌کړو معین، د مالي او حسابداري رئیس او یو شمېر رئیسانو ترمنځ، د معیاري ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS