په کندهار ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو پرانیسته وشوه
د کندهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالرو په ټولیز لګښت جوړې او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغو ښوونځیو ودانۍ په معیاري ډول جوړې شوې دي، چې درسي خونې، اداري دفترونه، لابراتوارونه، د اوبو رسولو سیسټم، لمریزې برېښنا شبکې او نور اړین ملحقات پکې شامل دي.
د دې ودانیو په جوړېدو سره زرګونو زدهکوونکو ته مناسب او خوندي تعلیمي چاپېریال برابر شو.
