د پکتیکا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۹:۴۶
د پکتیکا له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د نوي ښوونیز کال د وړاندیز شویو پلانونو د عملي کولو په موخه د ښوونځیو له آمرینو سره غونډه وکړه.
نوموړي د تدریسي بهیر د ښه والي، پر وخت د اصولي اجرااتو او دندو ته د درناوي او ژمنتیا په باب خبرې وکړې.
له بلې خوا د ښوونځيو مسوولينو د يادو شويو مواردو د منلو په ترڅ کې د پوهنې رياست له مشرتابه څخه وغوښتل چې د ښوونځيو د شته ستونزو د حل کولو په برخه کې ورسره لازمې هلې ځلې وکړي .

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس په صدیقیه حماسیه دارالعلوم کې د نیالګیو اېښودلو په کمپاین کې د ګډون پرمهال د خپلو خبرو په ترڅ کې د نیالګیو اېښودل یې د چاپېریال په زرغونتیا، پاکې هوا او د چاپېریال په ښکلا کې ګټور وباله. او له خلکو يې وغوښتل چې په خپلو کورونو او سیمو کې نيالګي کېنوي.

د پکتیکا پوهنې ریاست د یوې کمېټې په جوړولو سره د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د قراردادي ښوونکو لپاره د ازموینې بهیر پیل کړ.
  د دې پروسې په بشپړیدو سره به د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې په سلګونو بالمقطع ښوونکي وګمارل شي.

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس او ورسره پلاوي د دغه ولایت د پوهنتون له نوي ټاکل شوي رئیس مولوي شبیر احمد عباس سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې د یادو دوو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو په باب خبرې وکړې.
 په پای کې دواړو لورو د دواړو بنسټونو پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS