د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۲:۲۷
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د بلخ د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ریاست د ښوونې او روزنې د آمر په مشرۍ او د اړوندو مرستندویو ادارو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
د بلخ ولايت د ښوونې او روزنې آمر د پوهنې په برخه کې له مرستندویو ادارو څخه د مننې ترڅنګ او له هغوى یې وغوښتل چې خپلې ټولې کړنې له یاد ریاست سره په همغږۍ او د پوهنې وزارت له مقرراتو او طرزالعملونو سره سم پرمخ یوسي.
له بلې خوا د بلخ ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غړو د خپلو تېرو او راتلونکو فعالیتونو په باب معلومات ورکړل او د خپلو پروګرامونو په عملي کولو کې یې د پوهنې ریاست له دوامداره مرستو څخه خوښي څرګنده کړه.

د مزارشريف د پوهنې آمر له خپل پلاوي سره د بلخ ولايت د پوهنې رياست د کارکوونکو لپاره د ماشومانو د ساتنې او د سويډن کمېټې د موسسو له لوري په جلا جلا توګه له جوړ شويو سيمينارونو څخه ليدنه وکړه او د يادو ادارو له کړنو يې مننه وکړه.
نوموړي دغه راز د دې ریاست د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په برخو کې د يادو ادارو څخه د دوامدارو مرستو غوښتنه وکړه.

د شولګره ولسوالۍ د امام ابوحنیفه له مدرسې څخه د قرآن کریم د ترجمې له دورې څخه د ۹ تنو نارینو او ۷ تنو ښځینو حافظانو د فراغت په مناسبت ستره غونډه جوړه شوه.
د دې ولایت د ښوونې او روزنې آمر د قرآن کریم د حفظ پر ارزښت خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، چې په کورنۍ او ټولنه کې د قران کريم مينه وپالي.

د بلخ ولایت له اسلامیه دارالعلوم څخه ۱۹ تنه فاضلان فارغ شول. د فاضلانو د فراغت په مناسبت د بلخ د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوو، علماوو، د زده کوونکو د والدینو په ګډون پرتمینه غونډه جوړه شوه. د غونډې ويناوالو د ديني علومو د زده کړې پر ارزښت ویناوې وکړې.

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د درسي حلقو د ناستو سلسله کې دا اوونۍ د ایمان، د نبوي ارشاداتو د تصدیق او د شهیدانو د فضیلت او د شهیدانو د مقام په باب موضوعات تشریح شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS