د کابل له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۴:۱۶
د کابل له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د کابل ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو او د سیمې د خلکو  په حضور کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د کابل د ګلدرې ولسوالۍ د بهرالعلوم له دیني مدرسې څخه د قرآن کریم د حفظ او  د څارنې له دورې څخه ۸۰ تنه فاضلان فارغ شول..
دیني عالمانو د خپلو خبرو په ترڅ کې له فارغانو وغوښتل، چې په ټولنه کې خپل ځای وپېژني، د هېواد بچیانو ته د اسلام او وطن پالنې روزنه ورکړي او په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

د کابل د پوهنې ریاست د یو بل خبر له مخې:
د یونیسف دفتر په کابل کې د پوهنې له ریاست سره د ۹۵ خیمو مرسته وکړه چې دغه خیمې به هغو ښوونځیو ته ورکړل شي، چې درسي خوني نه لري.
د ښار د پوهنې رئيس له يادې موسسې څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: د کابل پوهنې ریاست د درسي ټولګيو د کمښت د ستونزې د حل په موخه ٧٠٠ خيمو ته اړتيا لري.

په یو بل خبر کې:
د OCCD موسسې د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې آمریت په مرسته د ازادې سیالۍ بهیر پیل کړ او تر خپل کنترول لاندې یې د ۴۰ سیمه ییزو او چټکو ټولګیو لپاره د نویو ښوونکو د ګومارلو په موخه له ۲۰۰ تنو څخه ازموینه واخیسته.

همدارنګه:
د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې آمرینو او د تعلیمي څارنې مسوولینو د OCCD موسسې له استازو سره په ګډه د دې ولسوالۍ د سیمه ییزو زده کړو له پنځوسو درسي ټولګیو له ازموینې لیدنه وکړه او د یادو ټولګیو پر زده کوونکو یې جامې او کتابچې ووېشلې.
نو په یوه بل خبر کې:
د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پوهنې مسوولین وايي: د دې ولسوالۍ په اړوند د تعلیم القران له مدرسې څخه د یوې لویې غوندې په ترڅ کې ۸ تنه فاضلان د قرانکریم له دورې څخه فارغ شول.

د یوه خبر له مخې:
د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د پوهنې مسوولين وايي: د دې ولسوالۍ په ارغندي کلي کې د امام ابوحنيفه مدرسې د اداري او تدريسي بهير د څارنې په ترڅ کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت نغدي مرستې یې په مساویانه ټوګه د یادې ولسوالۍ د مدارسو پر مسوولینو ووېشلې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS