په پکتیکا ولایت کې د جهادي مدرسې د فاضلانو فراغت په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شو
د پکتیکا ولایت د جهادي مدرسې د فاضلانو د فراغت مراسم د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو.
په دې پرتمینه غونډه کې د ولایت د مقام او رهبري هیئت سربیره د پوهنې رئیس، د نورو ادارو رئیسانو، علماوو، ښوونکو، قومي مخورو او د زده کوونکو والدینو هم حضور درلود.
غونډه د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د دغه ولایت د پوهنې رئیس د دغه ولایت مشرتابه، علماوو او نورو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د زده کوونکو کورنیو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې خپلې علمي او دیني زده کړو ته دوام ورکړي. او خپلې علمي لاسته راوړنې تر نورو پورې ورسوي.
ورپسې د ولایت والي او نورو مسوولینو په خپل وار د ټولنې په جوړښت کې د دیني علومو پر نقش خبرې وکړې او له فارغینو څخه یې وغوښتل، چې د علم او پوهې د حاصلولو لپاره خپلې هڅي جاري وساتي.
په پای کې ټول فارغان د ولایت د والي او د والي د مرستیال او د پوهنې ریاست د مشرتابه او د مخورو عالمانو له خوا وستایل شول او مراسم فارغانو ته د تقدیرنامې په ورکړې سره پای ته ورسیده.
