د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
125

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د څښاک پاکو اوبو څاګان، اړین ملحقات او احاطوي دېوالونه شامل دي او ۴۰ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ګټې اخیستنې ته وسپارې.
یاد مراسم د بلخ ولایت نهرشاهی ولسوالۍ اړوند د فردوسي محلي ښوونځي په انګړ کې د پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو، یو شمېر ملکی او نظامي چارواکو او د سیمې د علما‌ءکرامو په حضور کې جوړ شول.
په دې غونډه کې د پوهنې محترم وزیر د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په اړه تفصیلي وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې علماءکرام او استادان دنده لري ترڅو د دینی علومو تر څنګ عصري علوم هم زده‌کوونکو ته ور وښيي.
د بلخ ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د پوهنې محترم وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د علم او پوهې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل: د پوهنې کارکوونکي مسئولیت لري ترڅو د ټولنې تعلیمي ودې لپاره هڅې وکړي، ځکه ټولنه هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې استادان تقوا او زده‌کوونکي اخلاص خپل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شویو پروژو له جملې څخه ۱۱ یې د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې "د افغانانو پوهنې ملاتړ بنسټ" له لوري د ۳۰ مېلیونه افغانیو په لګښت تمویل شوې او پاتې ۱۹ پروژې د پوهنې له بودیجې څخه په ۱۰ مېلیونه افغانیو پلې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۰
Background image

خبرتیا


پوهنې وزارت د هېواد د ټولو وګړو لپاره د مناسبو، معیاری او عادلانه تعلیمی فرصتونو رامنځته کولو په درشل کې،  نن د ثانویه او مافوق ثانویه درجو لپاره د آزموینو پایلې، تر هر اړخیزې شننې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۳۷
Background image

د ۱۴۴۷ هـ ق کال ددیني مدرسو د مشترکې آزموینې ثانویه او مافوق الثانویه مرحلو د کلنۍ ازموینې دپایلو د اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا 

په پام کې ده چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ددیني مدرسو د ثانویه او مافوق الثانویه مرحلو د مشترکې آزموینې پایلې د روان کال د رمضان المبارک میاشتې په ۱۶ نیټه د پنجشنبې په ورځ، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۳
Background image

د ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال په ټول هېواد کې له ۷۰۰ څخه د ډېرو تعلیمي او اداري مرکزونو ودانۍ ترمیم شوې دي

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس په وینا، د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د مرکز او ولایتونو په کچه د پوهنې وزارت اړوند ۷۳۱ ترمیماتي پروژې بشپړې او. . .

BACK TO NEWS