د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د ښوونیزې ناحیې د مسلکي پراختیایي چارو، د لېسې د اداري او تدریسي بهیر، د نصاب تطبیق، د ښوونکو تدریسي کړنو او د زدهکوونکو د حاضرۍ وضعیت څېړلو ترڅنګ، په ځینو ټولګیو کې د زدهکوونکو علمي کچه هم وارزول شوه.
د لیدنې په پای کې د ښوونې او روزنې محترم معین د ستونزو حل او د تدریسي کیفیت لوړولو لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دوامداره څارنه د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره اړینه ده.
