پوهنې وزارت څه باندې ۱۲ میلیونه جلده کتابونه چاپوي

moeadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳۳
MOE

نوموړی وايي، چې دغه کتابونه له ۱-۶ ټولګي پورې دي او د 382،183،772.60 میلیونه افغانیو په ارزښت چاپېږي. د هغه په وینا، پروژه د پرانیستې سیالۍ له لارې نهايي شوې او په پام کې ده د بهیر طباعتي شرکت له لوري عملي شي. 

کتابونه به له چاپېدو سره سم ټولو ولایتونو ته د چاپوونکي شرکت لخوا ووېشل شي. پوهنې وزارت ښوونځیو ته د کتابونو د پر وخت رسېدو په موخه د چاپ ترڅنګ د انتقال مسئولیت هم مطبعې ته سپارلی دی. 

د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي وايي، چې د راتلونکو ۵ کلونو لپاره یې د امریکا د متحدو ایالتونو له پراختیايي ادارې یو ایس اې آی ډي نه 75 میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې، چې یوازې به د کتابونو د چاپ او وېش په موخه وکارول شي. هغه وویل، چې په همدې پیسو به ډېر ژر د ۳۷ میلیونه کتابونو بله پروژه هم لاسلیک شي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې وزارت یې هڅه کوي له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي او د ښوونځیو د زده کوونکو کتابونه برابر کړي. 

د بهیر طباعتي شرکت مشر حاجي شیرباز کمینزاده وايي، چې ژمن دی پروژه په خپل وخت او ښه ډول عملي کړي. نوموړي وويل، له پوهنې وزارت سره د کار تجربې ور ښودلې، چې څنګه دا کتابونه په ښه کیفیت چاپ او ولایتونو ته ورسوي.

پوهنې وزارت له ۲۰۰۴ کاله تر اوسه شاوخوا ۲۲۹ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي دي، خو بیا هم په دې برخه کې له جدي ستونزې سره مخامخ دی، ځکه چې د زده کوونکو شمېر اوچت او هر کال چاپېدونکي کتابونه ډېر کم وي. 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په دایکندي کې د محلي زده‌کړو د ټولګیو یو شمېر ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د دایکندي ولایت مرکز په شمول په اشترلي او پاتو ولسوالیو کې د محلي زده‌کړو اړوند ټولګیو د ۱۵تنو ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې لس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په بامیان کې د ۷۶ تنو ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ دوم ولسوالۍ کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې، د ۷۶ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۲۵
Background image

په سرپل کې د ښوونځیو څه کم ۱۰۰۰ مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د سرپل ولایت په ښوونځیو کې ۹۸۰ خراب مېزونه او څوکۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.
دغه بهیر د ښوونیزو وسایلو د بیا رغونې، د هغوی د لا ډېر خرابېدو د مخنیوي او په ښوونځیو کې د زړو مېزونو او. . .

BACK TO NEWS