په دایکندي کې د محلي زدهکړو د ټولګیو یو شمېر ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه
د دایکندي ولایت مرکز په شمول په اشترلي او پاتو ولسوالیو کې د محلي زدهکړو اړوند ټولګیو د ۱۵تنو ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، «د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې لس ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د دغه پروګرام موخې د ښوونکو د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د نويو تدریسي میتودونو ترویج، د ټولګي د مدیریت ښهوالی او د محلي زدهکړو په ټولګیو کې د ښوونیز کیفیت لوړول دي.
