په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۰:۱۵

 پروان:
د پروان ولايت د ښوونځيو هغه زده کوونکي چې د کانکور د ازموينې له لارې د هېواد پوهنتونونو ته بریالي شوي دي، د دغه ولايت د جبل السراج د ولسوالۍ په تالار کې د دولتي چارواکو او د پوهنې د مسوولينو له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې تقدیر او وستايل شول.
 د دغه ولایت د پوهنې ریس مفتي محمد حسن حقاني دغو زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ د پوهنې ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د الهي احکامو او نبوي احادیثو په رڼا کې د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې لا زیات کار وکړي.
لغمان:
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې د څارنې آمریت غړو د دې ولسوالۍ د یو شمېر دولتي او خصوصي ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
د يو بل خبر له مخې:
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولینو د یوې غونډې په ترڅ کې د کوکنارو د کښت او همدا ډول د غصب شویو ځمکو په اړه د امیرالمومنین د فرمان د تطبیق او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
کابل:
 د ستر پیغمبر (ص) سیرت سیالۍ چې څه موده وړاندې د استالف ولسوالۍ د ښوونځیو په سطحه ترسره شوې وې، د پوهنې ریاست د مسوولینو، دیني عالمانو او د زده کوونکو د والدینو په شتون کې د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د غونډې مېلمنو د اسلام د ستر پیغمبر (ص) په زړورتیا، اخلاقو او شخصیت خبرې وکړې.
 په پای کې لس غوره زده کوونکي په ستاینلیکونو او نغدي جایزو وستایل شول.
فراه:
د فراه ولایت د پوهنې د ښاري حوزې آمر مولوي محمد قاسم معتصم او ورسره ملګري پلاوي یې د دغه ولایت په مرکز کې د څلورو ښوونځیو اړوند له اداري، تدریسي، لابراتوارخونو او کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند احیاءالعلوم الامنیه مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د دوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۳
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د پنجشېر ولایت دره، آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو اړوند د ساینس او ریاضي مضمونونو۱۱۲ تنو ښوونکو لپاره د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې موخه د. . .

BACK TO NEWS