په پنجشېر کې ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه
د پنجشېر ولایت دره، آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو اړوند د ساینس او ریاضي مضمونونو۱۱۲ تنو ښوونکو لپاره د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې موخه د ښوونکو د علمي پوهې لوړول، د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د تدریسي لارو چارو ښه کول او په عملي برخه کې د هغوی د وړتیاوو زیاتول دي.
