د کابل له عالي عربي دارالعلوم څخه ۲۶۱ تنه طلاب فارغ شول
نن د کابل عالي عربي دارالعلوم د ۲۶۱ تنو طلابو د فراغت په مناسبت شانداره مراسم، د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي، مرکزي رئیسانو، د افغانستان ا. ا د یو شمېر لوړپوړو مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، طلابو او د ښوونیزو بنسټونو د استازو په ګډون، د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې جوړ شول.
په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل، فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او د قرآن کریم د عظمت، د اسلامي علومو د فضیلت او د دیني زده کړو د ارزښت په اړه یې هر اړخیزه او اغېزناکه وینا وکړه.
نوموړي د قرآن کریم د لارښوونو او اسلامي اخلاقو پر خپلولو د ټینګار ترڅنګ، له فارغانو وغوښتل چې خپلې علمي زده کړې او هڅې روانې وساتي، ترلاسه کړي علم ته په خپل ژوند کې عملي بڼه ورکړي او په راتلونکي کې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او ټولنې ته د خدمت په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او د کابل عالي عالي عربي دارالعلوم یې د ملک په کچه له مهمو او ارزښتناکو دیني ښوونیزو بنسټونو څخه یاد کړ.
نوموړي له حافظانو او فاضلانو وغوښتل چې د خپلو دیني او علمي زده کړو د لا پراختیا او لوړولو لپاره جدي هڅې وکړي، لوړو زده کړو ته دوام ورکړي او د خپل ترلاسه کړي علم په مټ د ټولنې د فکري او معنوي پرمختګ په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د همدغه دارالعلوم د فارغانو له جملې څخه ٧١ تنه د قرآن کریم د حفظ، ١٦١ تنه د دولسم او ٢٩ تنه د څوارلسم پاس په درجو فارغ شول.
یاد شانداره مراسم د فارغانو پر سرونو د فضیلت پګړیو تړلو، تصدیق پاڼو وېشلو او دعائیې لوستلو سره پای ته ورسېدل.
