له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.
- بدخشان
د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د پوهنې آمریت د ودانۍ د بیارغونې چارې د دغې ولسوالۍ د خلکو په مالي مرسته پیل شوې.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر امین مجاهد د خلکو له مرستو مننه وکړه او د چارو د ښه کیفیت او پرمختګ ډاډ یې ورکړ.
- لغمان
د لغمان د پوهنې ریاست له خوا د ساینس او ټکنالوژۍ د عمومي مدیریت په همغږۍ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار او د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ په لسو ښوونځیو کې د لابراتوارو وسایل ووېشل شول.
- میدان وردګ
د میدان وردګو د ښوونځیو د زده کوونکو د آزموینې د وروستي پړاو پایلې اعلان شوې.
څه موده وړاندې د دغه ولايت د ښوونځيو د ارزونې په موخه يادې شوې ازموينې په لاره اچول شوې وې، چې په همدې اساس سيدجمال الدين خصوصي لېسې، د بابا لېسې او حضرت عاصم خصوصي لېسې په ترتيب سره لومړى، دويم او درېيم مقامونه خپل کړل.
- خوست:
د خوست ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمر د دې ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د پوهنې له آمر مولوي سهيل سره په دې ولسوالۍ کې د يو شمېر خصوصي مدارسو څخه ليدنه او څارنه وکړه، چې د دوی له خوا دغو مدراسو ته له پوهنې ریاست څخه د نقدي مرستو غوښتنه وشوه
- هرات:
د سلطان غياث الدين غوري لېسې د زده کوونکو علمي او کلتوري نندارتون پرانيستل شو. د هرات د پوهنې ريس مولوي شهاب الدين ثاقب د دغې ښوونيزې موسسې د زده کوونکو د نوښتونو د ستاينې په ترڅ کې د دغه نندارتون د جوړولو له امله د يادې ليسې له مسوولينو څخه مننه وکړه .
همدارنګه:
د هرات ښار د پوهنې د څارنې ریس مولوي جلال الدین ابولا احسان او ورسره مل پلاوي د هېواد او اینده سازان له خصوصي ښوونځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
