د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت د (حوزه علمیه محمدیه) مدرسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۱:۴۹
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت د (حوزه علمیه محمدیه) مدرسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل په مشرۍ پلاوي چې په ترکیب کې یې د یاد وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس، د خصوصي زده کړو رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي او د تقنین او پالیسي رئیس مولوي محمد رحیم ایوب شامل دي، د غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د (حوزه علمیه محمدیه) مدرسې څخه لیدنه وکړه.
مدرسې ته په ورتللو سره د یادې مدرسې مسئولینو او استادانو  راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د راتګ له امله یې ورڅخه مننه وکړه.
د پوهنې وزارت معین صاحب د مدرسې د مسئولینو له ښه راغلاست څخه مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت تل په دې هڅه کې دی ترڅو د مدارسو د تمویل او پالنې په برخه کې زیات اقدامات ترسره کړي. هیئت د یادې مدرسې مسئولینو ته ځانګړی مقدار مالي مرسته وسپارله ترڅو ورباندې د مدرسې د اعاشې، اباتې او ترمیماتو په برخه کې عاجلې اړتیاوې پوره کړای شي.
د یادونې  وړ ده، چې د (حوزه علمیه محمدیه) مدرسه د غزني ولایت په مرکز کې واقع ده، په ۱۳۹۷ ه.ش کال تاسیس شوېده او  دا مهال پکې ۶۵ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS