د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت د (حوزه علمیه محمدیه) مدرسې څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل په مشرۍ پلاوي چې په ترکیب کې یې د یاد وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس، د خصوصي زده کړو رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي او د تقنین او پالیسي رئیس مولوي محمد رحیم ایوب شامل دي، د غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د (حوزه علمیه محمدیه) مدرسې څخه لیدنه وکړه.
مدرسې ته په ورتللو سره د یادې مدرسې مسئولینو او استادانو راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د راتګ له امله یې ورڅخه مننه وکړه.
د پوهنې وزارت معین صاحب د مدرسې د مسئولینو له ښه راغلاست څخه مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت تل په دې هڅه کې دی ترڅو د مدارسو د تمویل او پالنې په برخه کې زیات اقدامات ترسره کړي. هیئت د یادې مدرسې مسئولینو ته ځانګړی مقدار مالي مرسته وسپارله ترڅو ورباندې د مدرسې د اعاشې، اباتې او ترمیماتو په برخه کې عاجلې اړتیاوې پوره کړای شي.
د یادونې وړ ده، چې د (حوزه علمیه محمدیه) مدرسه د غزني ولایت په مرکز کې واقع ده، په ۱۳۹۷ ه.ش کال تاسیس شوېده او دا مهال پکې ۶۵ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
