د پوهنې وزارت تر اشراف لاندې د لاس مېنځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۴:۳۵
از روز جهانی شستن دست‏ها تجلیل به عمل آمد

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د کابل ښار د حبیبې لېسې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنې، عامې روغتیا، حج او اوقاف، کلیو او پراختیا وزارتونو، یونیسف او نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو مسئولینو ګډون کړی وو. په پیل کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي د اسلام له نظره د پاکوالي د ارزښت په اړه  تفصیلي خبرې وکړې. ورپسې د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب مولوي محمد داؤد منصوري وینا وکړه او د خپلې وینا په یوه برخه کې یې وویل: که د قرانکریم په آیتونو کې ژور فکر وکړو، د ژوند په ټولو برخو کې د پاکوالي اهمیت پکې له ورایه معلومېږي.
په یاده غونډه کې د کابل ښار د پوهنې رئيس مولوي احسان الله خطاب هم د ظاهري او باطني پاکوالي په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه چې اسلام نه يوازې ظاهري پاکوالي ته پاملرنه کوي بلکې په باطني پاکوالي هم ټينګار کوي .
غونډه د یونیسف ادارې له خوا د روغتیایی کڅوړو په وېشلو او د خیر په دعا پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS